ظرفیت لوړول د TSDO د پالیسۍ یو له مهمو برخو څخه دی او د سازماني ټیم، په نښه شویو ټولنو او اړوندو دولتي سکتورونو د ظرفیت او وړتیاوو په وړاندې مسؤلیت دی. TSDO د ظرفیت لوړولو پروګرامونه ، لکه روزنیز سیشنونه، ورکشاپونه او سیمینارونه د حکومت له څانګو سره د ښې حکومتولۍ، مدیریت، روڼتیا، حساب ورکونې او پایښت او همدارنګه د ټولنې غړو او رسمي او غیر رسمي شوراګانو او شریکانو سره د همکارۍ لپاره طرحه کړي دې.
په 2013 کې، TSDO د مختلفو وزارتونو د 500 کارمندانو لپاره د بشري سرچینو، مدیریت، د وخت مدیریت، نظارت او ارزونه، پالیسي او پلان جوړونې، او همدارنګه په روزنې برخه کي پروګرامونه پلي کړي دي.
TSDO د بشري سرچینو مدیریت، مالي (QuickBooks)، هدف جوړول، سروې کول، ارزونه، PCM، پلان جوړول او راپور ورکول برخو کي هم کار کوي.
تمویلونکی: د ملکي خدمتونو او اصلاحاتو خپلواک کمیسیون