د سولې او ټولنیز یووالي رامنځته کول

ټولنیزه سوله، او د شخړو حل

د TSDO دفتر (Just Future) پروژې تر چتر لاندې، د ټاون‌هال غونډو، سمپوزیمونو او همغږۍ ناستو د تنظیم چارې پر مخ وړي. په دې پروګرامونو کې د ښځو فعاله ونډه د پروژې د مؤثرې پلي‌کولو او ټولنیزې سولې د ټینګښت په موخه ځانګړی اهمیت لري.

ظرفیت جوړونه

ظرفیت لوړول د TSDO د پالیسۍ یو له مهمو برخو څخه دی او د سازماني ټیم، په نښه شویو ټولنو او اړوندو دولتي سکتورونو د ظرفیت او وړتیاوو په وړاندې  مسؤلیت دی. TSDO د ظرفیت لوړولو پروګرامونه ، لکه روزنیز سیشنونه، ورکشاپونه او سیمینارونه د حکومت له څانګو سره د ښې حکومتولۍ، مدیریت، روڼتیا، حساب ورکونې او پایښت او همدارنګه د ټولنې غړو او رسمي او غیر رسمي شوراګانو او شریکانو سره د همکارۍ لپاره طرحه کړي دې.

په 2013 کې، TSDO د مختلفو وزارتونو د 500 کارمندانو لپاره د بشري سرچینو، مدیریت، د وخت مدیریت، نظارت او ارزونه، پالیسي او پلان جوړونې، او همدارنګه په روزنې  برخه کي پروګرامونه پلي کړي دي.

TSDO د بشري سرچینو مدیریت، مالي (QuickBooks)، هدف جوړول، سروې کول، ارزونه، PCM، پلان جوړول او راپور ورکول برخو کي هم کار کوي.

تمویلونکی: د ملکي خدمتونو او اصلاحاتو خپلواک کمیسیون

×