بیړنی غبرګون

TSDO لخوا په مرکزي افغانستان کې د طبیعي پیښو له امله اغیزمنو خلکو سره د مرستې لپاره پلي کیږي. په دې پروژه کې د افغانستان ديارلس مرکزي ولايتونه شامل دي: کابل، لوګر، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، پروان، پنجشير، وردګ، باميان، ډايکندي او غور.

د دې پروژې د کار طریقه غیر نغدي خوراکي مرستې دي او تمه کیږي چې په یو کال کې به شاوخوا 5500 کورنیو مرستې تر لاسه کړي دي .  WFPیا نړیوال خوراکي پروګرام  د دې پروژې تمویل کړی او TSDO د هغې د یوې برخې په توګه په لوګر، پروان او بامیان ولایتونو کې خواړه ویشلي او دا پروژه به د 2023 کال د مارچ څخه د 4202 تر دسمبر پورې دوام وکړي.

تمویلونکی: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)

انسان دوستي

د نغدو پیسو پر بنسټ راکړه ورکړه !

د سازماني ماموریت د ژمنو سره سم، TSDO خوراکي توکو ته د زیان منو خلکوته د لاسرسي او د دوی د ژوند د ښه کولو په برخه کې په لاندې طریقو کې مرسته کړې ده:

TSDO، د WFP په مالي مرسته او د UCSS خوراکي او نغدي پروګرام له لارې، د 4، 9، 11، 12، 18، 20، 21 او 22 ولسوالیو کې د 50,000 څخه زیاتو زیانمنو کورنیو ته چې د 17,000 میرمنو په ګډون یې خوراکي توکي او نغدي پیسې په  کابل ولایت کې د ۲۰ میاشتو په موده کې مرسته کړې ده. د دې پروژې لګښت له 900,000 ډالرو څخه ډیر دی. د دې پروګرام سپانسریا  تمویلونکي پورتنۍ پروژه  يي تر جون 2024  پورې غځولې ده.

تمویلونکی: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)

×