TSDO

تغذیه

په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني د اندېښنې کچه  لوړه ده. اټکل کیږي چې 23.7 ملیونه  خلک، د افغانستان د نفوس نیمایي څخه زیات، بشري مرستو ته اړتیا لري، په عمده توګه د اقلیم د بدلون د پاتې کیدو اغیزو او د هیواد د سخت اقتصادي رکود له امله، د بیکارۍ لوړه کچه او کمزوری بیارغونه مشخصه شوي ده .

په افغانستان کې له پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو تر منځ خوارځواکي ډېره عامه ده او یو له عمده لاملونو څخه یې په دغه هېواد کې له پنځو کلونو نه کم عمره ماشومانو د مړینې لوړه کچه ده. د یونیسف لخوا یو تازه خپور شوی راپور ښیې چې په افغانستان کې 40٪ (2.6 میلیونه) ماشومان په  خورا شدیده فقر کې ژوند کوي. د تغذیې کلستر اټکل کوي چې نږدې 6.6 میلیونه ماشومان او ښځې به په 2024 کې د شدید خوارځواکۍ سره مخ شي. ۳.۷ میلیونه ماشومان او شاوخوا ۲ میلیونه ښځې به له معتدلې خوارځواکۍ سره مخ شي او تمه ده چې ۸۵۷۱۵۵ ماشومان به له سختې خوارځواکۍ نه رنځ وړي او که بیړني اقدام ونه شي د مرګ له خطر سره به مخ شي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، TSDO د ننګرهار ولایت په نادعلي، مارجې او لښکرګاه ولسوالیو او همدارنګه د ننګرهار ولایت په شیرزاد، خوګیاڼو، سرخرود او ده بالا ولسوالیو کې د ماشومانو، شیدو ورکوونکو او امیدوارو میرمنو لپاره د تغذیې خدمتونه وړاندې کړي دي. د 2022 کال د جنورۍ راهیسې، TSDO، د WFP د یوه شریک په توګه، د زیان منونکو کورنیو لپاره د خوراکي توکو بسته بندي او نغدې پیسې چمتو کړي، او ۱۰۰۰ ماشومان چي د ۶ څخه تر ۵۹ میاشتو پورې عمر لرونکي ماشومان، او همدارنګه شیدې ورکوونکي او امیدواره میندو، د WAWA MuM د خوړو بشپړولو کڅوړې چي (LNS-MQ.  عالي حبوبات) ترلاسه کړي دي.

TSDO

اوبه او حفظ الصحه WASH

د روغتیایی خدمتونو وړاندې کول، عامه معلومات، د ناروغیو مخنیوی او د روغتیایی تدابیرو په اړه د عامه پوهاوی رامنځته کول د TSDO د لومړنیو روغتیایی پروګرامونو څخه دی.

د TSDO روغتیایی ټیم 900 ناروغان چي په نری رنځ باندی اخته وو تشخیص  او محلي روغتیایی کلینیکونو ته یې معرفي کړل، او د ټولنې په کچه د حاد خوارځواکۍ مدیریت (CMAM) له لارې، 250 په خوار ځواکۍ اخته کسان وپیژندل شول ترڅو د خوړو کڅوړې ترلاسه کړي او اړوندو چارواکو ته یې معرفي کړي.

دپروژي تمویلونکی:

د ولایت د عامې روغتیا ریاست (SPAD)

×